خبرونهاقتصادټکنالوژي

په زابل کې ۷۱ مخابراتي سایټونه فعالېږي

کابل، د غبرګولي ۳۰مه، باختر

په زابل کې د اسلامي امارت ځايي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۷۱ مخابراتي سایټونه فعالېږي.

دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۴۹ سایټونه فعال دي؛ خو د خلکو ستونزې نه دي ورسره حل شوي. چارواکي وايي، چې د نویو سایټونو په فعالېدو سره به تر ډېره برید د زابل د مرکز او ولسوالیو اوسېدونکي مخابراتي خدماتو ته لاسرسی پيدا کړي.

د زابل د مخابراتو رئیس مولوي عبدالهادي یحیی وایي، چې د دغه ولایت په مرکز، شینکۍ، سیوري، شاه جوي، ارغنداب، خاک افغان او میزانې ولسوالیو کې (٤٥)  سایټونه فعالیت لري او مخابراتي خدمات وړاندي کوي؛ خو په شملزو، نوبهار، اټغر او دایچوپان ولسوالیو کې خلک مخابراتي خدماتو ته لاسرسي نه لري. په خبره یې، د ټولو ولسوالیو او ساحو د مخابراتي سایټونو د فعال کېدو په موخه یې سروې ترسره کړې او د خلکو د غوښتنې پر اساس يې د ٧١ نویو مخابراتي سایټونو د فعال کېدو پلان وزارت ته لیږلی چې وزارت هم د دغو سایټونو د فعال کېدو ژمنه کړې ده.

په ورته وخت کې د دغه ولایت د ځینو ولسوالیو اوسیدونکي وایی، چې د مخابراتي خدماتو د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د نوبهار ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، چې څو ځله ورسره ژمنې شوې دي؛ خو تر اوسه کوم مخابراتي سایټ دوی ته نه دی فعال شوي.

د یادونې وړ ده چې په زابل کې زیات شمېر خلک له افغان بسیم څخه ګټه اخلي؛ خو ځايي اوسېدونکي یې وايي، چې ټیټ کیفیت او لوړ لګښت یې پوزې ته راوستي دي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته