سیاستخبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

په زلزله ځپلو سیمو کې ستونزې لاپسې ډېرېږي، باید ستونزې په ښه شکل مدیریت شي

– کابل، د چنګاښ٢ مه، باختر

د هېواد په جنوبي ولايتونو کې د وروستۍ زلزلې د ټپيانو او مصيبت ځپلو ستونزې  زياتېږي.

د دې اړتيا لیدل کېږي چې  په ښه مديريت او ښې همغږۍ سره د مصیبت ځپلو لاسنیوی وکړو.

د باختراژانس مبصر ليکي: د هېواد په جنوبي ولايتونو کې د زلزلې له امله د قربانيانو او ټپيانو په زياتوالي سره  د مصيبت ځپلو،  د قربانيانو د کورنيو او د دغو ولايتونو د سيمه ييزو مسوولينو ستونزې هم زياتې شوې دي.

اوس  د قربانيانو شمېر له زرو څخه اوښتی او د ټپيانو شمېر ۲۰۰۰ ته رسېږي.

د دغو ولایتو مسوولین وايي، چې  تراوسه پورې مصيبت ځپلې سيمې په بشپړ ډول نه دې پاکې شوي او له شک پرته  زيات شمېر مړي او ټپيان تر کنډوالو لاندې پاتې دي او د هرې شېبې په تېرېدو سره د قربانيانو او ټپيانو شمېر زياتېږي.

د پکتيکا او خوست سيمه ييز مسوولين وايي چې  د بستر، درملو او د ټپيانو د لېږدونې لپاره  د نقليه وسايطو له کمښت سره مخ دي او دغه راز د خوراکي توکو، د څښاک اوبو او د جامو کمښت په دغو سيمو یوه لویه ستونزه ده.

دا ښيي چې د مصيبت ځپلو ولايتونو ستونزې زياتېږي ځکه د دغو سيمو په پاکولو سره زيات مړي او ټپيان  له  کنډوالو څخه اېستل کېږي او  د دې تر څنګ د هغو کسانو کورونه چې په دې پېښه کې ويجاړ شوي، په پرانستې هوا کې شپې سبا کوي او د خوړو، اوبو او د جامو له ستونزو سره مخ دي،  په مصيبت ځپلو ولايتونو کې زموږ د هېوادوالو ستونزې  جدي دي  او د دې اړتيا ده چې  په ښه مديريت او په پيوستون او همغږۍ سره د هغوی مرستو ته ور ودانګو، د دې اړتيا ده چې هغه مسوولين او مديريت کوونکي چې په سيمه کې شتون لري او يا له اړوندو بنسټونو څخه  د مرستو بهير تعقيبوي په ښه او زيات نوښت لاس پورې کړی، په کوچنيو او لويو ښارونو کې د وينې ورکولو پروګرامونه جوړ کړي، د مادي او معنوي مرستو د راټولولو لپاره کوچني او ستر مرکزونه جوړ کړي او  د دغو مرکزونو په جوړولو سره په داوطلبانه ډول له خلکو مرستې راټولې کړي، بايد د کابل په ګډون د سترو ښارونو په روغتونونو کې د دغې پېښې د ټپيانو د درملنې لپاره ځانګړي بسترونه  جوړ شي او خصوصي روغتونونه هم په دې انساني کمپاين کې شريک کړاى شي.

د نورو ولایتونو ځوانانو او خصوصي ترانسپورټي شرکتونو ته باید بلنه ورکړل شي چې د مصیبت ځپلو کورنیو سره مرسته وکړی.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته