امنیت

په سرپل ولايت کې په نويو نښتو کې وسله والو طالبانو ته دسر زيان واوښت .

کابل باختر دزمري  اووه ويشتمه :
په سرپل ولايت کې دنويو نښتو له امله وسله والو طالبانو ته دسردروند زيان واوښت .
دغه جګړې تيره شپه ددغه ولايت په ځينو سيموکې ونښتې لومړۍ جګړه تيره شپه دکوهستاناتو ولسوالۍ بازار ته څيرمه هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو يرغلګرو دپوځيانو په کاروان بريد وکړ . 
په سرپل ولايت کې دملي اردو يوه جګپوړي  قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو نښتو کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل :په دغو طالبانو دپوځيانو په کاروان دبريد په وخت کې ددوى له خوا ډزې شوې .
  ديوبل خبر له مخې: څلور تنه وسله وال طالبان دسرپل ښار بازار ته څيرمه له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول  په دغو وسله والو طالبانو کله يې چې غوښتل په يوې امنيتي پوستې  بريد وکړي دپوځيانو له خوا ډزې وشوې .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانو دسرپل ولايت په ځينو سيموکې  ددريو  ماينونو په کشفولو سره ديوې چاودنې مخه ونيوله .
پوليس وايي وسله والو طالبانو په دغو ماين ښخولو سره غوښتل چې ملکي وګړو ته خونړۍ پيښې رامنځته کړي خوبريالي  نه شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته