خبرونهامنیت

په سرپل کې درې تنه د الکولي مشروباتو د توليد په تور ونيول شول

کابل، د غوايي ۲۰ مه، باختر

د سرپل امنيتي ځواکونو پرون په دغه ولايت کې ۳ تنه د الکولي مشروباتو د توليد او پلور په تور نیولي دي.

د سرپل د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي آمر دین محمد نظري نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې امنیتي ځواکونو د سرپل په صیاد ولسوالۍ کې د ځانګړو عملیاتو په بهیر کې ۳ تنه د الکولي مشروباتو د تولید او پلور په تور نیولي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې له نيول شويو کسانو څخه څو لېټره الکولي مشروبات هم ترلاسه شوي دي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته