خبرونهاقتصاد

په سرپل کې د ميوو شل سړې خونې ګټې اخېستنې ته سپارل کېږي

کابل – دليندۍ ١٠مه /باختر
په سرپل کې د مڼو د ساتنې لپاره شل سړې خونې جوړې شوې دي او ډېرژربه ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.
د سرپل ولايت د کرنې او اوبو لګولو رييس باختراژانس ته وويل چې دغه سړې خونې د زراعتي محصولاتو مديريت د پروژې له لارې د پرمختيايي شوراګانو په هممکارى جوړې شوي دي.
خبرځاى زياته کړه چې دغه سړې خونې د بزګرانو په سلوکې په لسو ونډې سره د کرنې او اوبو لګولو وزارت له بودجې څخه د ٤٧ميليونوافغانيو په لګښت جوړې شوې دي .
ويل کېږي چې دغه سړې خونې له شلوڅخه تر ٢٥ټنومڼو د ساتنې ظرفيت لري.
د سرپل بزګران او بڼوال د دغو سړو خونو د جوړولو له امله خوشحاله دي او وايي له دې وروسته کولاى شي چې خپل حاصلات په مناسبه بيه بازار ته وړاندې کړي.
ختم_ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته