امنیت

په سرپل کې د يو بزګر مړى پيدا شو

دسرپل ولايت په سوزمه قلعه ولسوالۍ کې پرون ديو بزګر مړى دخلکو له خوا وموندل شو .

دسرپل ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال جهانګير خان دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دپنځه ديرش کلن بزګر مړى تيره شپه دسوزمه قلعه ولسوالۍ دسنګ تودي په سيمه کې دسيمې دخلکو له خوا وموندل شو .

خبرځاى زياته کړه لاتراوسه پورې دبزګر دوژل کيدو علت نه دي څرګند شوي او ويل کيږي په دې اړوند څيړنې پيل شوي دي .

ويل کيږي دروان کال د وري په مياشت کې هم ديوه سرغوڅ کړى شوى بزګر مړى دسرپل ولايت دمرکز په مربوطاتو کې پيدا شوى و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته