خبرونهټولنه

په سرپل کې د چاپيریال ساتنې نړیواله ورځ ونمانځل شوه

کابل، د غبرګولي ۱۷ مه، باختر

د چاپیریال ساتنې نړیواله ورځ پرون په سرپل کې ونمانځل شوه.

د باخترآژانس د سیمه ییزخبریال د خبرله مخې، په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د سرپل مشرتابه او سیمه ییزو رییسانو او مسوولینو په ګډون جوړه شوې وه، د استیناف محکمې رییس مولوي یارمحمد عمري د اسلام مقدس دین د لارښوونوله مخې د چاپیریال ساتنې په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، د یو بل په همکارۍ باید پاک او سمسور ښار او هېواد ولرو.

د یو بل خبرله مخې،  په لوګر کې هم د چاپیریال ساتنې نړیواله ورځ د (یواځې یوه ځمکه لرو، باید هغه ښه وساتو)  ترشعارلاندې ونمانځل شوه.

د لوګر د چاپیریال ساتنې رییس انجنیرعبدالنادر واحدي وویل چې چاپیریال په پاک ساتلو کې ټول مسوولیت لري او خلک باید په دې برخه کې له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي او د خپل ښار په پاکۍ او صفا يي کې ونډه واخلي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته