خبرونهټولنه

په سرپل کې سلګونو کورنيو نغدې پيسې ترلاسه کړه

 کابل، د چنګاښ١۲مه، باختر

د “” RRAAمرستندوی دفتر د سرپل د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست په همغږۍ د سرپل په سانچارک ولسوالۍ کې پر ٣٣٤ اړمنو کورنيو نغده مرسته ووېشله.

د سرپل د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس حافظ صفت الله صفوان باختراژانس ته د يوې خبرپاڼې په لېږلو سره ويلي، چې د”” RRAA مرستندوی دفتر د سرپل د طبيعي پيښو پر وړاندې د مبارزې رياست په همغږۍ د سانچارک ولسوالۍ په عرب باى او ارچتوي کليو کې پر ٣٣٤ اړمنو کورنيو  نغده  مرسته ووېشله.

دا په داسې حال کې ده چې دغه دفتر وړاندې هم د سرپل ولايت په مرکز کې له١٠٩١   اړمنو کورنيو سره نغدي مرسته کړې وه.

د يو بل خبرله مخې؛ په غور کې پر ٥٠٠ بزګرانو نغدې پيسې وويشل شوې.

د غور د کرنې رياست يوه مسوول وويل، چې دغه مرسته د کرنې رياست او (افغان ايد)موسسې د خوړو نړيوال سازمان په همغږۍ تر سره شوې او پر هر بزګر ١٥٤٠٠ افغانۍ ووېشل شوې.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته