خبرونهټولنه

په سرپل کې سلګونو کورنیو نغدي مرستې تر لاسه کړې

کابل، د چنګاښ لومړۍ، باختر

د( آر. آر. اې. اې) مرستندوی دفتر د سرپل له پېښو سره د مبارزې ادارې په همکارۍ پرون په دغه ولایت کې پر څه د پاسه ۱۰۰۰ بېوزلو کورنیو نغدې پیسې ووېشلې.

د سرپل له پېښو سره د مبارزې رئیس حافظ سید صفت الله صفوان د باختر آژانس سیمه ییز خبریال بسم الله ادیب ته وویل، چې د (آر. آر. اې. اې) خیریه دفتر په ۱۰۹۱ اړمنو کورنیو چې مخکې د اړوندو بنسټونو په همکارۍ سروې شوې وې نغدې پیسې ووېشلې.

هغه زیاته کړه چې پر هرې کورنۍ یې ۸۰ امریکایي ډالره وېشلي دي.

د (آر. آر. اې. اې) دفتر رئیس وویل، چې ټاکل شوې ده په راتلوونکي کې په سرپل کې له بېوزلو کورنیو سره زیاتې مرستې وکړي.

د یو بل خبر له مخې، د ناروې یوې مرستندویې موسسې د بادغیس په سنګ آتش ولسوالۍ کې پر ۸۲۵ اړمنو کورنیو نغدې پیسې وېشلې دي.

د بادغیس د سنګ آتش ولسوالۍ یوه مسوول د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې دغه مرستندویې موسسې پر هرې کورنۍ ۸ زره افغانۍ وېشلېۍ دي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته