کابل/ دثور ٢٩/باختر :
په سرپل کې پرون دسېلاونو دراوتلو له امله داستوګنې په لسګونه کورونه ، سړکونه اوزراعتي ځمکې ويجاړې کړي دي .
دسرپل والي عبدالقادر اشنا باختراژانس ته وويل دغه سېلاونه چې دسرپل ولايت دسانچارک ، بلخاب ، ګوسفندي او دسوزمه قلعه په ولسواليو کې راوتلي دي داستوګنې پنځه ديرش کورونه، په سلګونه جريبه زراعتي ځمکې او دانګورو بڼونه ويجاړ کړي دي او ددغې ولسوالۍ د خلکو په سلګونو څاروي هم له منځه وړل دي .
اشنا زياته کړه چې له مرکز سره ددغو ولسواليو مواصلاتي لارې تړل شوي دي او دبرېښنا شبکو ته هم زيان اوښتى دى .
والي زياته کړه چې په ډيرو لږو امکاناتو سره دمواصلاتي لارو دپرانستلو لپاره کار شوى دى . خو دخلکو دستونزو دڅېړنې لپاره دمرکزي حکومت او د مرستندويو بنسټونو څخه دهمکارى غوښتنه کوي .
ختم _ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل