کابل باختر دزمري د مياشتې ٣٠ :
په ننګرهار ولايت کې دملي اردو دکوماندو دچټکوقطعاتو په عملياتو کې دنشه يي توکو دتوليد درې کارخانې ويجاړې او يوه اندازه وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ : افغان کوماندو ځواکونه تيره شپه دننګرهار ولايت دخوږياڼيو ولسوالۍ په زاوه کلي کې په چټکو عملياتو کې دخوږياڼيو ولسوالۍ د زاوه دکلي په اوسيدونکو لعل محمد،مجيد اويارمحمدپورې اړوند دنشه يي توکو دتوليد درې کارخانې ونيولې او له منځه يې يوړې .
دغه راز دهغوى يوه داتسون موټر ويجاړ ،٤ کلاشينکوفونه او يو توغندى دګل اسلام او شيرعلي له کور څخه د کوماندو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
په دغو عملياتو کې امنيتي او دفاعي ځواکونو اوملکي خلکو ته دسرزيان او مالي تاوان نه دى اوښتى.
د يوبل خبرله مخې : د تيرو ٢٤ ساعتو په بهيرکې د قهرسيلاب په عملياتو
کې شاملو ځواکونو د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې دبندوله ، شدل ، بازار شدل کلي د اسدخيلو کلي او د اسدخيلو لوړې سيمې په بشپړه توګه تصفيه او لټول شوې دي چې له امله يې څو ميله وسلې ، ٣٢ کڅوړې اپين او يومن اوومه چرس په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
0 1 دقیقه لوستل