کابل، د غبرګولي٣١مه، باختر
په سرپل کې نن د سېلاوونو له امله درې تنه مړه او اووه نور ټپيان شول.
د سرپل د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې مدير قاري صفت الله صفوان د باختر آژانس سيمه ييز خبريال بسم الله اديب ته وويل چې د لومړنيو راپورونو له مخې دوه تنه د شيرم په الاسګر کلي او يو بل تن د سانچارک ولسوالۍ په ده يک کلي کې د سېلاوونو د را وتلو او د تالندې او برېښنا له امله مړه شوي او٧ تنه نور د کوهستاناتو ولسوالۍ په نګاله او کچن کليو کې ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه، سېلاوونو د کوهستاناتو ولسواليو، سانچارک او شيرم په کلي کې د استوګنې کورونه، د سلګونو جريبه کرنيزو ځمکو حاصلات، د ميوو بڼونه او څاروي له منځه وړي دي.
د هغه په وينا، په دغو سېلاوونو کې څه د پاسه٤٠ متره استنادي دېوال او څو کليوالي سړکونه هم ويجاړ شوي دي.
په همدې حال کې د سرپل له طبیعي پیښو سره د مبارزې رئيس د اسلامي امارت له مسوولینو او مرستندویه ادارو څخه وغوښتل چې د سرپل ولایت له سېلاو ځپلو کورنیو سره مرسته وکړي.
\ ذ