خبرونهامنیت

په سرپل کې کرل شوي بنګ واړول شول

– کابل، د چنګاښ ۳۰ مه، باختر

په سرپل کې د اسلامي امارت ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په ایګزک سیمه کې په دوه جریبه ځمکه کې کرل شوي بنګ واړول شول.

د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي، چې د عالیقدر امیرالمومنین له فرمان سره سم يې د نشه يي توکو د کرکیلې د مخنیوي چاره په جدیت سره پیل کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت زعیم د یو فرمان له مخې، نه یوازې په سرپل، بلکې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د نشه يي توکو کر کیله باندې بندیز لګولی دی.

ن.ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته