خبرونهامنیت

په سلګونو سیمه یېز پولیسان د زده کړې وروسته له ملي پولیسو سره یوځای شول

تالقانو / دلیندۍ / ۸ باختر
څه د پاسه ٥٠٠ سیمه یېز پولیسان له دوه میاشتنیو زده کړو وروسته د تخار د امنیې قوماندانۍ له پولیسو سره یو ځای شول.
د باختر آژانس د سیمه یېز خبریال د خبر له مخې د تخار امنیې قوماندان اکرام الدین سریع له فارغ شویو سر تیرو څخه وغوښتل چې د دندې د ترسره کولو په وخت کې نظم او دسپلین رعایت کړي چې خپلې ټولنې ته د ښه خدمت جوګه شي.
دغو سرتیرو په ٨ اوونیو کې د اساسي قانون ، د پولیسو قانون ، جمع نظام ، تکتیک او د عسکرۍ اصولنامه په عملي او نظري ډول زده کړه چې د بیا دندې د تر سره کولو لپاره خپلو قطعاتو او جزو تامونو ته معرفي شول.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته