امنیت

په سمنګانو ولايت کې دملي اردو يو سرتيري ځان په دار وځړاوه

په سمنګانو ولايت کې تيره شپه د ملي اردو يو سرتيري ځان په دار وځړاوه او ووژل شو.

دسمنګانوولايت دامنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره دمبارزي مدير سمونوال غلام محمد زلمي دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دغه سرتيري ددغه ولايت دمرکز دلرغان دکلي اوسيدونکې دي او تيره شپه يې ځان په يوه ونه کې وځړاوه او خپل ژوند يې پاى ته ورساوه.

ددغه سرتيري ورور محمداسحق وايي وروريې په هلمند ولايت کې دملي اردو په يوه قطعه کې دنده ترسره کوله چې يوه مياشت مخکې دمحاربوي دندو په بهيرکې کې ديوماين د چاودنې له امله ټپي شوي و.

ده ويلي دي دده دکورنۍ هيڅ غړى ددغې پيښې په انګيزه نه پوهيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته