امنیت

په سمنګانو ولايت کې دپوليسو له خوا ديوې ځوانې نجلې وژل کيدل .

کابل باختر دمرعومي اووه ويشتمه :
يوه ځوانه نجلې  پرون په سمنګانو ولايت کې دپوليسو له خوا ووژل شوه .
  دسمنګانو دامنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول منير  رحيمي دباختر اژانس خبريال ته وويل  چې دغه نجلې  شل کلنه وه او دايبکو ښار دمجاهدو دکارتې  په دويمه برخه کې په خپل کور کې ديو سړي له خوا  چې پوليس و  په ډزو سره ووژل شوه .
رحيمي زياته کړه وژونکى  دپوليسو له خوا نيول شوى دى او ددغې قضيې  اصلي علت  تراوسه پورې  نه دى معلوم  .
دسمنګانو ولايت دښځو دچارو رييس دپوليسو له خوا ددغې نجلې وژنه په کلکه وغندله او دعدلي اوقضايي مرکزونو څخه يې وغوښتل چې دغه سړى  دقانون په مطابق مجازات کړي .     ختم_سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته