کابل / د ليندۍ ٧ مه / باختر
د سمنګانو پر ۴۰۰ بزګرانو کرنیز وسایل او د انغوزې تخمونه ووېشل شول.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د سمنګانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ۳ میلیونو ۳۰۰ زرو افغانیو په لګښت په دغه ولایت کې پر ۴۰۰ بزګرانو کرنیز وسایل او د انغوزې تخمونه ووېشل.
دغه ۱۶ قلمه وسایل د انغوزې د کرنې د استفادې په موخه وېشل شوي دي.
پای/ع