خبرونهروغتیا

 په سمنګانو کې د درملو د پلورنې اووه پلورنځي وتړل شول

کابل، د غبرګولي ۸ مه، باختر

د سمنګانو د عامې روغتيا رياست د دغه ولايت په کوز او بر دره صوف ولسواليو            کې د درملو  دپلورنې  اووه  پلورنحي وتړل.

د کوز دره صوف ولسوالۍ د روغتون ډاکټرعصمت الله باخترآژانس ته وويل؛ چې

د سمنګانو د عامې روغتيا رياست د فارمسي چارو او د روغتيايي څارنې مديريتونو د بر او کوز دره صوف ولسواليو د درمل پلورنې ټول پلورنځي څېړل.

د هغه په ​​وينا، د يادو پلټنو په پايله کې ٧ بې جوازه درمل پلورنځي د پلاوي له خوا وتړل شول.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته