ټولنه

په سمنګانو کې د وزلوبې دوه ورځنۍ سيالۍ پیل شوې

۳۵- کابل / د لړم ٢٥مه / باختر
په سمنګانو کې د وزلوبې دوه ورځنۍ سيالۍ پیل شوې.
د افغانستان د وزلوبې فدارسیون رییس سیف الله تندغان رسنيو ته ویلي دي چې په دغو لوبو کې د یاد ولایت له بېلابېلو ولسوالیو شاوخوا ١٠٠ چاپندازانو ګډون کړی دی.
تندغان وويل: د دغو لوبو موخه د وزلوبې د غوره لیګ سیالیو لپاره چمتووالی دى چې یوه میاشت وروسته په دغه ولایت کې ترسره کېږي.
هغه زیاتوي: له دغو لوبو وروسته به په کندز، بلخ او بدخشان کې هم ورته سیالۍ ترسره شي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته