خبرونهټولنه

په سمنګانو کې د پکتیکا او خوست زلزله ځپلو ته د مرستې راټولولو خیمه ودرول شوه

 کابل، د چنګاښ ۵ مه، باختر

د پکتیکا او خوست ولایتونو زلزله ځپلو ته د نغدي او غیر نغدي مرستو د را ټولولو خیمه نن د سمنګانو د لوړو زده کړو موسسې پر نوښت په دغه ولایت کې ودرول شوه.

د سمنګانو د لوړو زده کړو موسسې رئیس مولوي حبیب الله احمدي د نغدي او غیرنغدي مرستو د راټولولو د خیمې د درولو موخه په دغو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له مصیبت ځپلو کورنیو سره مرسته وبلله.

احمدي زیاته کړه د سمنګانو له مجاهدو او دیندارو خلکو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې له مصیبت ځپلو هېوادوالو سره د خواخوږۍ او همدردي احساس وکړي او خپله اسلامي او ملي وجیبه ترسره کړي.

په دې غونډه کې د ایبکو ښاروال مولوي فیض محمد ابو ریحان وویل، چې د خواشینۍ ځای دی چې د زلزلې ځپلو سلګونو مسلمانو هېوادوالو د مرګ ژوبلې شاهدان یو او نن زموږ زرګونه کورنۍ د غم په ټغر ناستې دي.

په دې غونډه کې د دولتي بنسټونو څو تنو مسوولینو هم د موضوع په اړوند خبرې وکړې او د سمنګانو له خلکو یې وغوښتل، چې د خپلو مصیبت ځپلو هېوادوالو سره مرسته وکړي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته