کابل / د کب ۵ مه / باختر
د سمنګانو د افغاني سرې میاشتې ټولنې نن په دغه ولایت کې پر۹۳۳ بې وزلو او اړمنو کورنیو د ایران مرسته شوي خوراکي توکي ووېشل.
د سمنګانو د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس نجیب الله علي پور د باخترآژانس خبریال ته وویل چې په مرسته کې پر هرې کورنۍ وریجې ، بوره، لوبیا او نور توکي ووېشل شول.
د یادونې وړ ده چې د سمنګانو افغاني سرې میاشتې ټولنې په تېرو میاشتو کې هم پر ۸۰۰ کورنیو خوراکي او غیرخوراکي توکي وېشلي وو.
ع