خبرونهټولنه

په سمنګانو کې سلګونو کورنیو مرستې ترلاسه کړې

کابل /د سلواغې ۲۰مه/باختر
د سمنګانو د سرې میاشتې ټولنې په دغه ولایت کې پر ۸۰۰ بیوزلو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي توکو ووېشل.
د سمنګانو د سرې میاشتې د ټولنې رییس نجیب الله علیپور وایي چې دغه توکي د دوست هېواد عربستان له خوا برابرې شوې وې چې د ایبکو په ښار او د حضرت سلطان په ولسوالۍ کې پر ۸۰۰ بیوزلو کورنیو ووېشل شوې.
هغه وویل: پر هرې کورنۍ ۱۰۰کیلو اوړه، ۱۵کیلولوبیا، ۱۵کیلوغوړي، ۱۵کیلو وریجې، ۹کیلو دال، ۹کیلو بوره، او ژمنۍ جامې ووېشل شوې.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته