کابل / د غوايي ۱۴ مه / باختر
په سمنګانو کې د سېلاوونو له امله د استوګنې يو شمېر کورونه ويجاړ او سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې ده.
د سمنګانو له طبیعي پېښو سره د چمتووالي ریاست د پېښو او خطرونو د کموالي رییس عبدالقدوس لطیف د باختر اژانس خبریال ته وویل، چې د سختو اورښتونو له امله سېلاوونو لسګونه کورونه او سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې ویجاړې کړې دي.
هغه زیاته کړه، د سمنګانو ولایت د رهبرۍ په لارښوونه یې یو پلاوی موظف کړی چې زيانمنې شوې کورنۍ تثبيت او راپور يې د ولايت مقام ته ورکړي.
د یوبل خبرله مخې؛ په بغلان کې ځايي سرچينې وايي، چې د دغه ولايت په دهنه غوري ولسوالۍ کې سېلاوونو ډېر ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې؛ د بغلان په دهنه غوري ولسوالۍ کې پرون سېلاوونو څلور تنه وژلي او يو شمېر کورونه يې ویجاړکړي دي. ع