ټولنه

په سمنګانو کې له زرو کورنيو سره مرسته وشوه .

کابل باختر د وري  ديارلسمه :
په سمنګانو ولايت کې پرون  څه ناڅه زرو بې وزلو کورنيو خوراکي توکي ترلاسه کړل .
  د سمنګانو ولايت  له طبيعي پيښو سره د مبارزې رييس  رجب علي يوسفي  باختراژانس ته وويل  چې په  ايبکو ښار کې  په يوزرو دوه سوه بې وزلو کورنيو د قزاقستان له خوا  مرسته شوي  خوراکي توکي وويشل شول .
  يوسفي زياته کړه  په هرې کورنۍ  سل کيلوګرامه اوړه ، نهه ويشت  قطۍ غوښه او يوه اندازه چاى او بوره وويشل شول .
سرچينه زياتوي چې له اړو کسانو سره  د دغومرستو بهير  دوام لري .
ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته