امنیت

په سمنګانو کې يوه ميرمن دخپل ميړه له خوا ووژل شوه

کابل باختر  د وږي  ديارلسمه
  يوه ځوانه ميرمن پرون په سمنګانو ولايت کې دخپل ميړه له خوا ووژل شوه 
ويل کيږي دغه ميرمن له کور څخه دتيښتي په جرم په ډزو سره ووژل شوه .
دسمنګانو ولايت  دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزي مدير سمونمل غلام محمد زلمي  باختر اژانس ته وويل دوه ويشت کلنه ميرمن  شميله چې څه موده مخکې له کور څخه بې درکه شوې وه له  ستنيدو وروسته د  خپل ميړه محمد امين  له خوا په ډزو سره ووژل شوه .
  خبرځاى وويل  قاتل دپوليسو له خوا لاس په لاس نيول شوى دى او په  خپل جرم يې اعتراف  کړي دي او ددغې  وژنې علت يې له کور څخه د خپلې ميرمنې تيښته بللې ده .
  ويل کيږي قاتل او مقتوله د واړو دايبکو ښار دژوندون دري  اوسيدونکي وو او دوه ماشومان يې  لرل .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته