خبرونهامنیت

په سمنګانو کې پنځه تنه د نشه يي توکو د پلور په تور ونیول شول

 کابل، د غبرګولي ۱۰ مه، باختر

د سمنګانو د امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې پنځه تنه د نشه يي توکو د پلور په تور نیول شوي دي.

د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر باختر آژانس ته وویل چې له نیول شويو کسانو څخه یوه اندازه آپین، ښېښه او هیروین هم ترلاسه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په سمنګانو کې د اسلامي امارت له واکمنۍ راهیسې د جنايي جرمونو ګراف راټیټ شوی دی.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته