ټولنه

په سمنګانو کې په څه دپاسه شپږ سوه جريبه ځمکه کې بڼونه جوړشول

ايبک  باختر دوري دمياشتې ١١ نيټه :
د سمنګانو ولايت په شپږو ولسواليو کې  سږکال په څه دپاسه  شپږ سوه جريبه ځمکه کې ميوه لرونکي  بڼونه  جوړ شوي دي.
د سمنګانو ولايت  دکرنې، اوبولګولو  او مالدارۍ  د ادارې ريېس د باخترآژانس  خبريال ته وويل  چې دغه بهير د پسرلني پروګرام  دکرنې وزارت  د بڼوالۍ او  مالدارۍ  د ملي پروژې  له خوا  د سمنګانو د مرکز او ولسواليو د څلور سوه پنځوسو تنو اوسيدونکو  لپاره د شپږ سوه درې اوويا  جريبه ځمکې په ساحه کې  ميوه لرونکي بڼونه  جوړ شوي دي.
ده زياته کړه چې په هريو جريبه  بڼ کې له څلورڅخه تر اته  زره افغانيوپورې لګښت شوى  چې په سلو کې پنځوس يې د بڼوالو او نورې يې د دغې پروژې  له خوا ورکړ شوي دي.
خبرځاى زياته کړه چې په دغو بڼونو کې دناکو ، مڼو، زردآلو ، ګيلاس ، املوک ، انارو  او انګورو نيالګي اېښودل شوي دي.
د کرنې  وزارت  په تېرکال کې هم د نړيوال بانک په مالي  مرسته  په سمنګانو ولايت کې  ځينې شاړې  ځمکې په ميوه لرونکو بڼونو بدلې کړي دي.پاى سعيده ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته