ټولنه

په سمنګانو کې په څه نا څه سلو اړوکورنیو نغدې پېسې او ژمني جامې ووېشل شوې

کابل / د مرغومي / ۲۹ / باختر
د مهاجرینو نړیوال سازمان په سمنګانو کې په ۱۱۱ اړو کورنیو نغدې پیسې او ژمني جامې ووېشلې.
دغه کورنۍ د خرم سارباغ او حضرت سلطان ولسوالیو او په ایبکو ښار کې ژوند کوي او له اقتصادي ستونزوسره مخ دي.
د سمنګانو له پېښوسره د مبارزې د چمتوالې ادارې یوه مسوول عبدالقدوس چې د دغومرستومجري دی باخترآژانس ته وویل چې په دې پړاو کې ۱۱۱ کورنۍ هر یوه ۲۰۵۰۰ افغانۍ نغدې پېسې او ژمني جامې ترلاسه کړې.
هغه وویل چې د مرستو د وېشلو بهیردوام لري.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته