کابل، د غبرګولي ۲۷ مه، باختر
د سمنګانو په خلم ولسوالۍ کې ۲ تنه د غالۍ اوبدلو له یو شرکت څخه د مالونو د غلا کولو په تور ونیول شول.
د سمنګانو د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول منیر رحیمي باخترآژانس ته وویل، چې د سمنګانو د خلم ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ منسوبینو د کشفي اطلاعاتو له مخې دغه ۲ تنه په غند والګا ساحه کې د غلا په تور نیولي دي.
ع