نړۍ

په سوريه کې اتلس تنه ووژل شول

په سوريه کې د حکومت د مخالفينو فعالينو له خوا د سراسري اعتصاب له اعلام سره جوخت د نوى جګړى په بهير کې اتلس تنه وژل شوي دي

 دسيمه ييزى همغږى کميټه چې د سوريې د جمهور رئيس بشار الاسد د حکومت پر خلاف د اعتراضونو سازمان ورکوونکې دي وايي په حمص او حماه ښارونو کې شپاړس تنه وژل شوي دي

دسوريي دبشر دحقوقو کتونکې ډلې هم خبر ورکړي دي هغه پوځي ځواکونه او سرتيري چې  د حکومت له مخالفينو سره يوځاى شوي دي دسوريې په شمال دادلب په سيمه کې جګړه کړې ده اود وهلو ټکولو په بهير  دوه تنه وژل شوي دي

 د  ملګرو ملتو دسا زمان  له مخې په تيرو نهو مياشتو کې په سوريه کې له ناراميو څخه تيريږي ددرې سوه اوونيو ماشو مانو او تنکيو ځوانانو په ګډ ون څه دپاسه څلور زره  تنه وژل شوي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته