نړۍ

په سوريه کې دکورني جګړي درامنځته کېدو په باب دعربو داتحاديې درييس خبرداري

کابل باخترد جدي  دمياشتې ٢٤:

دعربو داتحاديې رييس پرون سوريې ته خبرداري ورکړ چې ښايي دغه هيواد  دکورنۍ جګړي په لور روان شي .

دپاکستان دډي ډان ورځپاڼې د رپوټ له مخې دسوريې فعالين وايي  چې امنيتي ځواکونو په زرگونو تنو مظاهره کوونکو چې دسوريې له امنيتي ځواکونو څخه دپوځي ځواکونو دجلا کېدو دملاتړ په خاطر مظاهرې کړي وي  ډزې کړي دي او څه ناڅه لس تنه يې وژلي دي.

دغه راز دبشردحقوقو  فعالې ډلې  ويلي دي  چې پرون  دوه خبريالان او يو ژباړونکې په دمشق ښار کې نيول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده  چې زياتره بهرني رسني  په دغه هيواد کې په  حالاتو له برلاسي څخه بې برخې شوي دي.

درپوټونوله مخې  دسوريې د جمهوررييس بشارالاسد درژيم پرخلاف دلس مياشتني پاڅون په دوره  کې  زياتي ويني توئيدنې  په غيروسله والواعتراض کوونکو باندې دامنيتي ځواکونو دډزو له امله رامنځته شوي دي.

خوپه وروستيو مياشتو کې له حکومت څخه بيل شوي سرتيري دسوريې  په پوځي ځواکونو په بريد سره تاوتريخوالې ته دوام ورکړي دي .

سره له دي  چې دسوريې  جمهوررييس بشارالاسد  دنااراميو اومظاهرو دبندولو په  خاطرد نړيوال فشار په وړاندې يولړ ګامونه پورته  کړي دي.

دعربو اتحاديې رييس وايي چې دبشارلاسد رژيم  په هغې ژمنې  چې تيره مياشت يې دتاوتريخوالې دپاى ته رسولو په خاطر دعربو  له اتحاديې سره لاسليک کړي دي عمل  نه دي کړي .

ده وويل  موږ زياته انديښنه لرو  چې په ژمنو کې دبرياليتوب خاص ځانګړي دليلونه  نشته او دتاوتريخوالې دوام  او ښايي چې په کورني جګړه بدله شي .

له بله پلوه دملګروملتو سازمان اټکل کوي  چې څه دپاسه پنځه زره تنه دتيرو لسو مياشتو په پاڅونو کې په سوريه کې وژل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته