نړۍ

په سوماليا کې ديوموټر بم دچاودنې له امله ديارلس تنه ووژل شول .

موګه ديشو  باختر د سلواغي شلمه

 دسوماليا په پايتخت  موګه ديشو ښار کې امنيتي مقامات وايي چې ددغه هيواد  دجمهوري رياست ماڼۍ ته څيرمه  په يو موټر کې  دايښودل شوي بم  دچاودنې له امله څه ناڅه ديارلس تنه  وژل شوي دي .

  پوليس وايي  دغه چاودنه  دمونا هوټل ته څيرمه په هغه ځاى کې   شوې ده چې دولتي مقامات او سياستوال  دخپلو غونډو لپاره راټوليږي .

د الشباب المجاهدين داسلام پالي ډلې  يوه غړي  له بي بي سي سره  په خبرو کې  ددغې چاودنې  مسووليت  په غاړه اخستي دي .

 خبريالان وايي  سره له دې چې  الشباب  په پايتخت کې  دځينو سيمو  کنترول له لاسه ورکړي دي  خو په دې ښار کې  بريدونه کوي .

  سوماليا دافريقا دښکر په نامه سيمه کې له  ١٩٩١ کال راپديخوا په کورنيو نښتو کې ښکيل ده  چې له امله يې په سلګونو زره تنه  وژل شوي او په مليونونو تنه نور ددغه هيواد په دننه او بهر کې بي ځايه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته