نړۍ

په سپينې ماڼۍ داوباما سخت انتقاد .

واشنګتن  باختر د وږي اوولسمه :
دامريکا پخواني جمهور رييس  بارک اوباما دسپينې ماڼۍ دمديريت په حالت انتقاد کړى دى او دصداقت ، قانونمندى او پاکوالي دبيرته ستنيدو غوښتنه يې کړې ده . 
ددغو انتقادونو په غبرګون کې ترامپ ويلي دي  چې د اوباما د وينا دنندارې په وخت کې  خوب وړى دى . اوباما چې پرون يې د ايلينوي ايالت کې له محصلانو سره خبرې کولې په بې سارې  لهجې سره يې په سپينې ماڼۍ کې د ډار او دنظر داختلافونو په باب په تيرو څو ورځو کې خپره شويو رپوټونو ته اشاره وکړه او ويې ويل هغه عجيبه او غريبه  خبرې  اوريدل کېږي . چې دا نور مال نه دى . غير معمولي او خطرناک دى .
دامريکا پخواني جمهور رييس  چې دتيرکال  دجنوري له مياشتې څخه  د سپينې ماڼۍ  دوتلو له وخت څخه په سياسي شخړو کې له داخليدو څخه ځان لرې ساتلې و ، اوس يې  په انديښنې سره غوښتي دي چې نجابت  صداقت او قانونمندي دده دهېواد سياسي اخلاقو ته  راستانه شي .
ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته