نړۍ

په سپينې ماڼې ديو لوګي توليدونکي بم غورځول

په سپينې ماڼۍ ديو لوګي توليدونکي بم غورځول  ددې سبب شول ددغې ماڼۍ انګړ دامنيتي ځواکونو ترسختي ساتنې لاندې ونيول شي

.دسپينې ماڼۍ امنيتي مسوولينو اعلام وکړ چې دغه پيښه تيره شپه شوې ده.

دايران ددولتي خبري اژانس دخبرله مخې : امريکايي اعتراض کوونکو  له پرون را په دي خوا سپينې ماڼۍ ته څيرمه  په اعتراضيه مظاهرو لاس پوري کړي دي  او دتصرف په نامه  دغورځنگ  نږدي زرو تنو ملاتړو اعتراض کوونکو چې  دامريکا له پانګه والي نظام سره  يي مخالفت پيل کړي دي ،په دغو مظاهرو کې گډون کړي دي.

دبم دغورځولو په وخت کې  دامريکا دمتحده ايالاتو جمهوررييس بارک اوباما او ميرمن يې په سپينې ماڼۍ  کې نه وو. او له دغې پيښي وروسته  ماڼۍ ته ستانه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته