خبرونهټولنهښوونه او روزنه

په سید آباد ولسوالۍ کې کلیوالي خلک د ښوونځي ودانۍ جوړوي؛ خو اوس یې په لګښت کې پاتې راغلي

۱۴- کابل، د چنګاښ ۱۳ مه، باختر
د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د ګوربت په باغک کلي کې د کلیوالو په شخصي لګښت د غازي تاج محمد خان په نوم د منځني ښوونځي لپاره په اساسي او پاخه ډول ودانۍ جوړیږي.
د یاد ښوونځي د جوړېدو چارې څه موده وړاندې پیل شوې وې؛ چې په یوه پوړ کې یې ۹ درسي، ۴ اداري خونې، ۶ تشنابونه، یوه د څښاک د پاکو اوبو څاه په پام کې نیول شوي دي.
د سیمې د خلکو په خبره، د ښوونځي په یاده ودانۍ ټول ټال پنځه میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې تر دې دمه پرې دوه میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.
دوی وايي، دغه لګښت د کلي خلکو ورکاوه؛ خو اوس مهال د وچکالۍ او بېلابېلو لاملونو له امله کلیوال له سخت اقتصادي ناورین سره مخ دي او د دغې ودانۍ د رغولو چارې په ټپه ولاړې دي؛ دوی په دې اړوند له لوړ پوړو دولتي چارواکو، خریه موسسو او ملي سوداګرو غوښتنه کوي، چې په مالي برخه کې یې لاسنیوی وکړي چې د بچیانو لپاره یې د ښوونځی د دغه نیمه کاره ودانۍ چارې بیا پیل او بشپړې شي.
د سیمې د خلکو په خبره، د یادې ودانۍ په جوړېدو به یې بچیان د اوړي له سوزانده لمر او د ژمي له یخنۍ په امن شي.
س.صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته