کابل، د غبرګولي ۱۵ مه، باختر
د یونیسف دفتر پرون په شبرغان ښار کې پر۱۲۴۰ ماشومانو مرسته ووېشله.
د جوزجان د کار او ټولنیزو چارو رییس قاري نورالله مسافر باخترآژانس ته وویل چې د یونسف دفتر د افغانستان د پراختیايي او رفاهي موسسې په همکارۍ د شبرغان ښار د تنکه اوزبیکیه او صوفي قلعه د کلیو پرهغو ماشومانو چې مخکې سروې شوې وې جامې ووېشلې.
ع