نړۍ

په عراق او سوريه کې دښځو او داقليتونو دحالت په باب دبشر دحقوقو دکميسيون خبردارى

بغداد بي بي سي   باخترد وږي دمياشتې  ١٨  :
دملګروملتو دسازمان د بشر دحقوقو دعالي کميسيون نوي رييس زيد رعد  زيد خسين دنړۍ له هېوادونو څخه وغوښتل چې  په عراق او سوريه کې دې  دداعش دډلې  دپوځي مليشو په وړاندې  دښځو او د ديني اوقومي اقليتونو  محافظت وکړي.
ده پرون  په ژنيو  ښارکې  دملګرو ملتو دسازمان دبشر دحقوقو دشورا داووه ويشتمې غونډې  دپرانستلو په مراسمو کې  په خپلې لومړنۍ وينا کې  دداعش په ډلې  په سخت بريد سره وويل :  هر هغه هېواد چې  اسلامي خلافت يې اداره کړي ، خونړى   ، بې غيرته او  ټيټ صفته هېواد به وي.
زيد  دغه راز دعراق ا وسوريې بحران  په يو بل پورې اړوند وباله  .
دداعش ډله  دعراق اوسوريې پراخې ساحې په کنترول کې لري  اوپه دغو سيمو کې يې  اسلامي خلافت اعلام کړى دى.
دملګروملتو دسازمان د بشر د حقوقو شورا تيره اوونۍ موافقه وکړه  چې
دداعش  دجنګي جنايت  دڅيړنې لپاره يې  چې ويل  کيږي دنه تصور وړ اړخونه
لري يوه ډله سيمې ته واستوي.
زيد وويل  :  چې دداعش تر  کنترول لاندې سيمو کې دې بايد دمذهبي اوقومي اقليتونو ، ماشومانو او ښځو  دملاتړ لپاره ځانګړې او بيړنۍ هلې ځلې وشي.
دملګروملتو دسازمان دبشر د حقوقو دکميسيون نوى رييس دروان کال  دغبرګولي دمياشتې په  ٢٦ نيټه  دغړو په  رايې  سره  ددغه کميسيون دمشر په توګه انتخاب شو.

دوام

ورته لیکنې

Leave a Reply

Your email address will not be published.

دکمه بازگشت به بالا