سیاستخبرونهTOP

په غربي رسنیو کې د افغانستان وضعیت ته د حقیقت خلاف انعکاس ورکول کېږي

 کابل، د وږي ۱۷ مه، باختر

امریکايي استازي په افغانستان کې اوسنی وضعیت د هغه څه خلاف بللی چې په غربي رسنیو کې خپرېږي او حالات ناسم ښودل کېږي.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا سفارت له پخواني استازي ران مکانان سره چې نوی افغانستان ته راغلی کتلي او په یو لړ مهمو موضوعاتو يې ورسره خبرې کړي.

په دې کتنه کې دغه پخواني امریکايي استازي په افغانستان کې اوسنی وضعیت د هغه څه پرخلاف بللی، چې په غربي رسنیو کې خپرېږي او حالات ناسم ښودل کېږي.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې دغه پخواني استازي یو شمیر ولایتونو ته هم سفر کړی او د تعلیم او تربیې او په یو شمېر نورو بشري برخو کې یې د مرستو پر لارو چارو کار کړی.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د نړۍ یو شمېر هېوادونو امریکايي استازي ته ورته څرګندونې کړي او د افغانستان وضعیت یې ښه بللی دی.

ن.ر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا