کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢١ :
د جمهوررئيس دکاکا اوپه بنګله ديش کې دافغانستان دپخواني سفير اکمل غني احمدزي دمړينې په مناسبت دهېواد اجرائيه رئيس ، ډاکترعبدالله عبدالله دډاډګيرنې او غمشريکۍ پيغام
په ژورې خواشينۍ سره مو خبرترلاسه کړ چې په بنګله ديش کې دافغانستان پخواني سفير او دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررئيس محمداشرف غني کاکا ارواښاد اکمل غني احمدزي دهغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه وفات شوى دى.
په دې وسيله دخپلې غمشريکۍ اوډاډګيرنې مراتب دارواښاد کورنۍ او د هېواد له جمهوررئيس سره شريکوم او دلوى خداى ( ج) له دربار څخه ارواښاد ته دفردوس جنت اوپاتې کسانو ته يې دجميل صبر او جزئل اجر هيله کوم.
0 د یوې دقیقې څخه لږ