خبرونهټولنه

په غزني کې بې وزلو کورنېو مرسته ترلاسه کړه

کابل ، د زمری ۵مه، باختر

په غزني کې  ۶۰۷ بې وزلو کورنېو نغده مرسته تر لاسه کړه.

غزني ځايي چارواکو باختر آژانس خبریال ته وویل، چې په تېرو دریو ورځو کې ۶۰۷ بې وزلو کورنیو د CHA موسسې او د نړیوالې ټولنې د کډوالو عالي کمیشنرۍ UNHCR  په مرسته له هرې کورنۍ سره ۴۲۰ امریکایې ډالرو مرسته وشوه.

چارواکي وايي، چې یادې بې وزلې کورنۍ له دې وړاندي د یادو موسسو او د غزني  د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست لخوا سروې شوې وې.

چارواکي زیاتوي چې له یادو سروې شوې کورنيو څخه ۳۸ کورنۍ غیر حاضر وې، چې هغو ته به د روانې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ، یادې مرستي ووېشل شي.

د یادونې وړ ده هغه کورنۍ چې مرستې یې تر لاسه کړي د یادو مرستو په سروې او وېش کې د شفافيت ستاینه کوي.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته