کابل، د زمري۴ مه، باختر
د غزني د امنيې قوماندانۍ مسئولین وايي چې په دغه ولایت کې دوه تنه د غلا په اړوند نیول شوي دي.
د غزني امنيې قوماندانې د مطبوعاتو آمر ابو خالد سرحدي وایي چې یادو کسانو به په ښار کې له خلکو د هغوی د سورلۍ وسایل غلا کول.
د غزني د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو آمر مولوي ابو خالد سرحدي باختر آژانس ته ویلي چې یادو کسانو له څه مودې را په دې خوا د خلکو وسایل غلا کول چې د امنیې قومندانې له تروریزم سره د مبارزې مدیریت لخوا ونیول شول.
سرحدي زیاته کړه، چې دغو کسانو څلور موټرسایکلونه، اته بایسکل او یو جنراټور غلا کړي وو.
د سرحدي په خبره، یادو کسانو له دې وړاندې هم د خلکو درې موټرسایکلونه غلا کړي وو او پر خپل جرم هم اعتراف کړی دی.
د یادو کسانو دوسیې ډېر ژر به عدلي او قضایي ارګانو ته وسپارل شي.
صدیقي