امنیت

په غزني کې دوه ماين ښخوونکي د خپل ماين ښکار شول

 کابل / د وږي ۲۲ مه / باختر
دوه ماين ښخوونکي نن سهار په غزني کې د خپل ماين په چاودنه کې ووژل شول.
د غزني د والي وياند وحيدالله جمعه زاده باختر آژانس ته وويل چې دغه ماين ښخوونکي د غزني ښار د لومړۍ امنيتي حوزې په مربوطاتو کې د خپل ماين په  چاودنه کې وژل شوي دي.
جمعه زاده زياته کړه: دغو کسانو غوښتل له يو بايسکل څخه په استفادې سره دغه ماين غزني ښار ته ولېږدوي چې هدف ته له رسېدو مخکې وچاودېد.
د غزني د والي وياند وويل: په چاودنه کې يو ملکي وګړى هم ټپي شوى دى.
تراوسه د دغو ماين ښخوونکو په اړه چې د کومې ډار اچوونکې ډلې غړي وو، څه نه دي ويل شوي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته