خبرونهفرهنګ

په غزني کې د تاریخی آثارو بیا رغولو چارې پيل شوې

 کابل / د وري ۲۲ مه / باختر

په غزني کې له اوږد ځنډ وروسته د دغه ولایت د موزیم د تاریخي اثارو د بیا رغولو چارې پیل شوې.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي حبیب الله مجاهد په هېواد کې تاریخي آثار، د افغانستان ملي او معنوي شتمني وبلله او د هغو پر ښې ساتنې یې  ټینګار وکړ.

ښاغلی مجاهد وایي چې د غزني په ملي موزیم کې زرګونه قلمه اسلامي او بودایی آثار موجود دي چې زیاتره یې رغولو ته اړتیا لري.

هغه له موسسو او ملي سوداګرو غواړي چې له دوی سره د غزني د موزیم د تاریخي آثارو په بیا رغونه کې همکاري وکړي.

د یادونې وړ ده چې د غزني په ملي موزیم کې د کیمیاوي توکو نشتون له امله د تاریخي آثارو د بیارغونې چارې په ټپه درېدلې وې چې نن د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست بیا ځل پيل کړې.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته