خبرونهاقتصادټولنه

په غزني کې د تېرو دریو میاشتو په لړ کې شاوخوا زرو کورنیو ته برېښنا رسول شوې

کابل، د چنګاښ ۵ مه، باختر
په غزني ولایت کې د برېښنا ریاست ځايي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د تېرو دریو میاشتو په تېرېدو سره، شاو خوا زرو کورنیو ته د ښار په بېلابېلو سیمو کې، برېښنا ورکړل شوې او دا لړۍ به دوام لري.
د غزني برېښنا ریاست سرپرست حاجي صالح محمد وردګ، له باختر اطلاعاتي آژانس سره په ځانګرې مرکه کې وویل، چې په تېرو دریو میاشتو کې څلور ترانسفارمره، چې د برېښنا رسونې لوړ ظرفیت لري، د دغه ښار په بېلا بېلو ځایونو کې لګول شوي او خلک عملاٌ ور څخه ګټه اخلي.
د وردګ په خبره، یاد ترانسفارمرونه د غزني ښار په روضه، مغلان او نوآباد ښارګوټي کې، چې له ۱۶۰ تر ۴۰۰ کیلو واټه پورې د برېښنا رسونې وړتیا لري نصب شوي، چې له ډېریو یې د سیمې خلک عملاْ ګټه اخلي او د نورو هغو پر فعال کېدو به دا کچه نوره هم لوړه شي.
په همدې حال کې د غزني اوسېدونکي د برېښنا ریاست د دغو کړنو ستاینه کوي او له چارواکو غواړي، چې دا لړۍ نوره هم وغځېږي، چې هم خلک له برېښنا څخه برخمن شي او هم د برېښنا ریاست په عوایدو کې زیاتوالي راشي.
د غزني اوسېدونکي همدا شان د برېښنا ریاست له چارواکو غواړي، چې د برېښنا پرچاوۍ د له منځه وړلو لپاره دې هم لازم چمتووالی ونیسي.
س.صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته