خبرونهاقتصادټولنه

په غزني کې د حکومتي مخابراتي شبکو فعالیت پراخ شوی دی

کابل ، د غوايي ۱۹ مه ، باختر

په غزني ولایت کې د اسلامي امارت ځایي چارواکي د حکومتي مخابراتي شبکو د پراخېدو خبر ورکوي.

مولوي عبدالولي “طیب احمد” د غزني ولایت د مخابراتو، او معلوماتي ټکنالوژي رئيس، د باختر اطلاعاتي آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې دوی سر بېره پر دې چې د حکومتي مخابراتي شبکو فعالیت یې پراخ کړی ۱۴۲ سېټه خطي تیلفونونه یې په حکومتي او غیر حکومتي ادارو پلورلي او فعاله کړي دي.

ښاغلی طیب احمد وایي چې د خطي ټیلفونونو بیه تر نورو مخابراتي شبکو ټېټه ده او هېوادوال کولای شي چې د هغه د ترلاسه کولو لپاره د غزني ولایت د مخابراتو ریاست ته مراجعه وکړي.

د غزني ولایت د مخابراتو رئيس وایي چې د دغه ریاست تخنیکي کارکونکو ۳۱۵ کیلومټره فایبر نوري مزي چې د دغه ولایت په مربوطاتو کې د جنګونو له کبله ويجاړه شوي وو، بیرته رغولي دي.

د هغه په خبره، دغه راز یې د نوري فایبر ۹۷ جینټونونه چې د کابل – قندهار پر لویه لاره د جنګونو له امله ویجاړ شوي و، هغه هم رغولي دي.

مولوي عبدالولي “طیب احمد” د غزني ولایت د مخابراتو، او معلوماتي ټکنالوژي رئيس وایي چې دوی توانيدلي چې په دغه ولایت کې ۲۶۹MB  با کیفته انټرنيټ پر پېرېدونکو وپلوري.

په همدې حال کې د غزني ولایت اوسېدونکي د حکومتي مخابراتي شبکو له فعالیت څخه خوښ ښکاري او له دغو شبکو څخه ګټه اخستل د هېواد په ګټه بولي.

عبدالرحمن په غزني ولایت کې د یوه خصوصي انټرنيټ کلپ مسوول وایي چې دوی به پخوا د خصوصي مخابراتي شبکو له انټرنیټ څخه ګټه اخېسته او بیه يې زیاته وه؛ خو اوس له سلام او ټلیکام شبکو څخه ګټه اخلي چې هم یې انټرنیټ ارزانه او هم دغه شبکې لوړ کیفیت لري.

د هغه په خبره له حکومتي مخابراتي شبکو څخه ګټه اخیستل کولاې شي چې د ملي عوایدو په زیاتوالی کې لويه مرسته وکړي.

دا په داسي حال کې ده چې له دې وړاندې د غزني ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي ریاست، د غزني په مرکز او ولسوالیو کې د سلام مخابراتي شبکې اته آنتنونه فعاله کړي او د دغو ولسواليو خلک  اوس ۲۴ ساعته د سلام مخابراتي شبکې خدماتو ته لاسرسي لري او ګټه ترې اخلي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته