کابل/ د سلواغې ٢٧ / باختر:
د انرژۍ او اوبو وزارت په غزني کې د “سردې بند “د عملي کار د پیل خبر ورکړ.
دغه وزارت نن باختراژانس ته د يوې خبرپاڼې په لېږلو سره ويلي چې د “سردې بند ” پروژه د هېواد په کچه دويمه ستره پروژه ده چې په ١٣٤٦ کال کې تاسيس شوې او دوه کانالونه لري چې د ٧٦ زره جريبه ځمکې د خړوبولو ظرفيت لري.
په خبرپاڼه کې ويل شوي: هغه ځمکې چې له یاد بند څخه خړوبېږي۷۰ سلنه يې دولتي او پاتې نور يې شخصي ملکيتونه دي.
د انرژۍ او اوبو وزارت د معلوماتو له مخې؛ په تېرو ۳۰ کلونو کې د سردې پر بند کار نه دی شوی؛ خو په هېواد کې د افغانستان اسلامي امارت له واکمنۍ سره سم دغه پروژه د غزني د سیندیزې حوزې له لارې سروې او پروپوزل يې د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالي مرسته د HAALO موسسې ته سپارل شوی دی.
د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې په بشپړېدو سره به ۸۰ هغه کلي چې٩٥ زره اوسېدونکي لري له دې څخه ګټه پورته کړي او هر ورځ به په کې ٥٠٠ کسانو ته د کار زمينه هم برابرېږي.
\ ذ