ورزش

په غزني کې د فوټبال لوبغالي د رغولو چارې بشپړې شوې

د غزني د قره باغ ولسوالۍ کروسای سیمه کې د فوټبال لوبغالی جوړ شو.
د دغه لوبغالي د ځمکې د ورکړې او مالي چارې د یادې ولسوالۍ ملي سوداګر حاجي عبدالصمد “میاخېل” په غاړه اخيستې وې.
د لوبغالي د پرانېستې په مراسمو کې د قره باغ ولسوالۍ د قومي مشرانو په استازیتوب حاجي اسلم او د ورزشکارانو په استازیتوب “محمد ظریف” د ورزش په برخه کې شته ستونزې او مشکلات له مسؤلینو سره شریک کړل او ورزش او لوبغاړو ته يې د لا زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
په ورته مهال د غزني والي مولوي محمد اسحاق “اخندزاده” ځوانانو ته په خطاب کې وویل: ( ولايتي اداره ژمنه ده چې د غزني د مرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو کې لوبغاړو ته اسانتیاوې برابرې کړي. په خبره یې، اسلامي امارت د ورزش او ورزشکارانو څخه کلک ملاتړ کوي.
هغه له لوبغاړو غوښتنه وکړه چې خپل ځانونه د شریعت په چوکاټ کې برابر کړي، د لمانځه او ديانتدارۍ ټینګه پابندي وکړي او د لوبو پر مهال په خپل وخت سره لمونځونه ادا کړي.
په همدې حال کې د المپیک ملي کمیټې د دفتر رئیس محمدالله “احساس” وویل چې د ځوانانو دغه لوبې نړیوالو ته د یوې کاملې سولې او پوره یووالي پيغام ورکوي.
احساس وويل چې د ورزش په ودې سره د ټولو بدمرغيو ور تړل کېږي.
هغه وويل، چې د ورزش لوى رياست او المپیک ملي کمېټې په لومړي پړاو کې په ټولو ولایتونو کې سیالۍ جوړې کړې، اوس په دوهم پړاو کې د هېواد ټولو ولسواليو ته سیالۍ غځوي، چې له ښه مرغه پيل يې د غزني له قره باغ ولسوالۍ څخه شوی دی.
احساس له ځوانانو غوښتنه وکړه چې خپل وطن ته په هره برخه کې کار وکړي او د اتفاق او یوالي پر رسۍ منګولې کلکې کړي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته