خبرونهامنیتTOP

په غزني کې د چاودنې لسګونه شهيدان او ټپيان روغتونونو ته ولېږدول شول

۸- کابل / د لیندۍ ۹ مه / باختر
په غزني کې نن سهار د هغه موټر بم په چاودنه کې چې د عامه محافظت کنډک د دروازې پر وړاندې رامنځته شوه، ٢٨ تنه شهيدان ۱۷ تنه نور ټپيان شول.
د غزني د ملکي روغتون رييس ډاکټر بازمحمد د باختر آژانس سيمه ييزخبريال ته وويل: دغه پېښه د غزني د ده يک ولسوالۍ د لويې لارې په تګلوري کې رامنځته شوې ده چې له امله يې دغه روغتون ته ٢٨ شهيدان او ١٧ ټپيان لېږدول شوي دي.
سيمه ييز خبرځايونه وايي چې یو يرغلګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر د عامه محافظت کنډک د دروازې پر وړاندې وچاوه او له چاودنې وروسته يو شمېر نورو يرغلګرو له پوځيانو سره په نښتې لاس پورې کړ چې نښته لا هم دوام لري.
تراوسه کومې ډلې د یادې چاودنې مسووليت نه دى منلى.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته