کابل، د غبرګولي ۲۲مه، باختر
په غزني کې پرون د یوې ترافیکي پېښې له امله یو تن ووژل شو او درې تنه نور ټپیان شول.
ویل کېږي دغه پېښه پرون له غرمې وروسته د دغه ولایت په مرکز روضې ساحه کې د یو کرولا موټر له چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.
د غزني د روغتون یوه مسوول د دغه خبر په تاییدولو سره باختر آژانس ته وویل، چې په دې ترافیکي پېښه کې یو مړی او درې ټپیان دغه روغتون ته لېږدول شوي دي.
د غزني د ولایتي روغتون د مسوولینو د څرګندونو له مخې، د دغې پېښې د ټپیانو حالت خراب بلل شوی دی.
ع