کابل، د ثور ۳۱ مه، باختر
د غزني د ټولګټو چارو ریاست له بودجې د دغه ولایت د زنخان ولسوالۍ د لویې لارې د رغولو چارې پیل شوې.
یاد سړک ۸۰ کیلو متره اوږدوالی لري، چې د غزني د مرکز له روضې کلي څخه تر زنخان ولسوالۍ او بیا د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ ترکوتل پورې پرې جغل اچول کېږي.
د یادونې وړ ده چې پر یاد سړک په تېر دولت کې هم جغل اچول شوی و؛ خو اوس یې کنډو کپر خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.
د یاد ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وايي چې ډېر ژر به د زنخان ولسوالۍ لویه لاره په اساسي ډول ورغول شي.
ن/ر